تردااوسه په عراق کې یوملیون غیرنظامي وګړي وژل سویدي!
                   ژباړونکی: عزيزاحمدخوارمل ژباړونکی: عزيزاحمدخوارمل

په عراق  کې دعراقي اوسیدونکودوژلو شمیرورځ په ورځ ډیریږي  اولوړیږي ،تردااوسه په عراق کې یوملیون غیرنظامي وګړي  وژل سویدي!

                     

                 دانیل بیتز:ددی مقالی لیکوونکی دمتروپه نوم په ورځپانی  کې چې هره ورځ دلندن  دترمځکی لاندی  مترو،داوسپنۍ دپټلي  دمسوؤلینولخواخپریږي اودمتروپه هرتم ځای کې  بیله بیعی  اوبی قیمته پرخلکوباندی  ویشل کیږی،په دغه ورځپانی کې يې  ولیکل : په ډیر اټکل سره  ددی میاشتی ترپای  ته رسیدوپوری دعراق دجګړی مصرف ،دجګړه ماروګروپونواوښورښی عراقیانو  سره په مبارزه کې  د انګلیس  ددولت  جګړیز مصرف دپنځه (۵) ملیاردونه هم واوښت  ،مګرانسانی  تلفات به هم  تردی ډیراوډیرتره وي،خصوصا دغیرنظامي  خلکووژنه اوقرباني کیدل    چې دیوي نوي څیړنی  پربنسټ  چې دعراق دجګړي دڅلرمی کالیزی  په هکله خپورشو دوژل سوخلکوشمیر تریوملیون کسه  ډیرتره دي   ، دعراق دلمړی کال دنیونو وروسته دانګلیس ډیرترینه ټول دنظامي برخی مصرف تردری اعشاره  یو(۱.۳) میلیارده  پوندوپوری ورسیدی . په راتلونکی کال کې به دانګلیسی سربازانو په شمیرکې به لږوالی  هم رامنځته شی اودغه لږوالی به ددی سبب وګرځي  چې نظامي  مصرف  به هم ونهه سوه لس (۹۱۰)ملیونه  پوندوته ورسیږي  مګرپه دووتیروکلونوکې دانګلیس نظامي بودجی  ډیروالی یې پیداکړی وو چې دغه ډیروالی  دمعاشونوپه ورکولوسره او دوسایلو اووسلوپه اړه هم کیدی شی  محاسبه  سی .

                سربیره پردی دغه  دتوجووړپوندونوباندی ، دانګلیس  دمالیه ورکوونکو  له مالیی  نه هم  د نظامی  بودجی وحساب  ته ورګډیږی ،لاتراوسه ددی جګړي  درښتین والی اوعقلانیت پرسر چې دغه جګړه ډیر قربانیان لري ډیري خبراتري اوناندری په دی هکله رامنځته شوي دي .

             تیره اونۍ یوی  استرالیائی څیړونکی  ددی جګړي دغیرنظامي قربانیانواووژل سوخلکویونوي شمیریې خپورکړ چې دڅلورو(۴) ډولو اطلاعاتی ګروپونودخپاري شوي اوراټول سوي اطلاعاتوپربنسټ ،دوژل سوخلکودشمیر څخه عبارت دی اود ټولووژل سوخلکود مړو شمیریو(۱)میلیون کسوته رسیږي چې دغه اطلاعات دملګروملیتونودسازمان،دکمکیانودبیناددڅانګي ،دملګروملیتونودسازمان ،دوګړود پیژندني اودوګړودشمیر دڅانګي  اودموظفوروغتیایې ډاکترانودلیکونواوداسنادوله مخۍ  دغه شمیرنه څرګنده اوخپاره سوي دي .دډاکتر گیدون پولیاشمیرنه چې د(۶۵۵۰۰۰ )  وژل شوي کسانوشمیر وو له دغه شمیرڅخه هم  تراندازی ډیروژل سوي  دي  .

               په عراق کې دائتلافی اومتحدینوقواوویاندوویل جګړه ودره وی اوتم یې  کړی ده څرګنده کړ دغه «دوژنوشمیر حیرانونکی دي »،ده وویل «دموښتواودیرغل له پیل  څخه وروسته ترڅلرو (۴)کلونونه په عراق کې  موږیې اوس وینو چې داجګړه یوه ستره غمیزه ده» هغه څه چې موږمخ دمخه ویلی وو،هغه ټول رامنځته سول مګرهغسی چې موږویلی وه، وضعه ډیره  بدتره اوويجاړه ونکی  زموږترویلو رامنځته سول ».

څلرمه کالیزه  په داهیسی شرایطوکې لمانخل کیږي چې دانګلیس دولت غواړي خپل دسربازانوشمیر په عراق کې و(۵۵۰۰) کسوته راټیته اوراکم یې کړی ،اوتر(۲۰۰۹)میلادی کال پوری له عراق څخه ووځې .

             هم هغسی چې تونی بلر ځان وتقاعدته سموي اوپرکورکښینی ،یوشمیرډیرکسان  په دی باوري دي چې پرصدام حسین باندی یرغل دده پریګړه دجورج بوش سره،ده ته دلمړی وزیرپه توګه دیوی ستری خاطری په ډول پاتیږی .

            دده ملګري او پړیکړه دجګړي په هکله دکارګر دګوند د غړوترمنځ  دجلاوالی سبب وګرځیدی اوڅلور(۴) تنه دکارګرد ګوندوزیران  له دندونه لاس واخیستل اودانګلستان دپارلمان  داستازوستري سر غړوني دتونی بلر دلمړی وزارت په  دوران کښې رامنځته سو،کله چې (۱۳۹) یوسلونهه دیرش تنه دکارګر دګونداستازودعواموپه مجلس کې  ددولت دراوړاندی سوی لایحی وړاندیزچې دجګړي  په هکله وړاندي سول مخالفه رایه یې ورکړل اوددغه دلیل پربنسټ چې کارګرګونددعواموپه مجلس کې اکثریت یې درلودل ،د(۱۶۲)تنوڅخه د۲۰۰۵ کال یې په ټولو ټاکنوکښې و(۶۶)  وشپوږشپیتوتنوته ورسیدی  .

            ښاغلی تونی بلرپه دغه اړه ډیری  هلی ځلی وکړي څوځلي یې په وار،وارسره ز یارایستلی دی چې  ترڅو پرعراق باندی نظامي یرغل دصدام حسین  ددیکتاتوری نظام  دنړیدوسره په اړیکوورکولوسره، اودیودموکراتیک دولت درامنځته کولو سره توجهی کړي اوپه دی هکله دخبراترو،ګوت نیونواودناندرو مخه ونیسی  مګر دی یې منی چې وینه توني  اودغیرنظامي خلکو وژنه  چې په عراق کې  ادامه لري  یوه ستره غمیزه اوفاجعه ده .

                   دعراق په دغه جنګ جګړوکې  تردا اوسه  پوري (۱۳۴) یوسلوڅلرویشت تنه  انګلیسی سربازان  اوتردروزرودوه  سوه (۳۲۰۰) نه ډیر امریکایي سربازان  مړه سویدی . اودبله خوانه دعراق هیوادهمدا اوس   دټروریسټیانو،دسکتاریسټانوپه  ځاله تبدیل سویدی اودیرغلګروقواوپه وړاندی دیوشمیرښورښیانو جنګ جګړی دعراق دنیونواودښکیلاګروپه وړاندی ترسره کیږی ،چې دانسانانوتښتونی ،بمب ایښودل دموټرانو په وسیله ځان وژني اوغلچکی یرغلونه  دسربازانوپه وړاندې  ادامه لري  .

               د(۲۰۰۶) میلادی کال په وروستیودرومیاشتوکښې   ممکن  ډیرترینه  وینه توني دعراق دنیونو نه تردا اوسه پوری   وو اودغه وینی  توینی اووژنۍ ددی سبب ګرځیدلی دی  ترڅوامریکائیان هم  دا ومني   چې یوڅه  موښتی  اوجنګ جګړی  دداخلی جنګ  اوجګړو وضعیت یې   ځان ته نیولي  دي  اودامنیتی ټرټلو سره  رامنځته شویدی ،اودامریکی ددولت پریکړه  د(۲۱۵۰۰) نورنوي  سربازانو لیږدل وعراق ته ددی  سبب وګرځیدی  چې  موښتی اوجنګ جګړی  یوڅه لږ سی .

              په ۲۰۰۳ میلادی کال  کې دمارچ دمیاشتی  پرشلمه  (۲۰) مه دعراق نیونه  پیل سواوپه سیمزی وخت دسهارپر(۳۳.۵) دقیقي باندی دډیروچاودنوږغونه واوریدل سو .

- امریکا وایي چې دعراق دولت دملګروملیتونودسازمان  پریکړه لیک یې دډلیزو وژنودوسلوپه هکله دغه پریکړه لیک یې پرپښو لاندی کړیدی ،اوهمدارنګه  هیڅ ډول وسلي هم پیدا نه سول .

- د۲۰۰۳م کال دمی دمیاشتی پرلمړی نیټی باندی دامریکی دولت اعلان وکړ چې په عراق کې دنظامي موښتواوجګړوبنسټیزه برخه  پای  ته ورسیدل ،اودمتحدینواودائتلافی قواوپه وسیله  صدام حسین ونیول سو.

-تونی بلر د۲۰۰۷م کال دفبروری  دیوویشنمی-۲۱ می نیټی نه  « دسربازانود پړاوپه پړاووراوتلو   »  اعلان وکړهمدارنګه  یې په دی هکله یې وویل چې انګلیسی سربازان  تر ۲۰۰۸م کال پوری به په عراق کې پاتیږی .

- وژنۍ او مړنۍ په عراق کې : په عراق کې دوژنو اومړنۍ شمیر توپیرلري ،دعراق دجسدونودشمیرني دپروژی  په وینا ددغو ډول مړنو اووژنو شمیرټوله (۶۰۰۰۰)شپته زره  کسه  اعلان سویدي .

دلانست جریدی ،هم دوژنواو مړنو شمیر یې  ټوله(۶۵۵۰۰۰) تنه اعلان کړي وواودابل نوي  شمیرنه  چې یواسترالیائی  څیړونکی ترسره کړیدی اوتینګارپری کوي چې  دوژل شوکسانوشمیرپوره (۱۰۰۰۰۰) یوملیون تنه دي  .

-         د ۲۰۰۳م کال څخه ترداوسه پوری ټول دامریکایي سربازانو دوژل سومړوشمیر و(۳۲۱۸)تنه اودټپی سووسربازانوشمیریې و(۲۳۴۱۷) تنوورسیدي  .

-         دمتحدینواوائتلافي قواو دوژل سووسربازانوشمیر (۲۵۸) تنه دی ، چې ددغو له جملی نه (۱۳۴) تنه یې انګلیسی سربازان وژل سوی دی  .

-         نظامی جګړیزه بودجه ،وانګلیسی ماليه  ورکوونکوته  (۵) پنځه ملیارده پونډه  محاسبه سوي دي ./

 

دواشينګتن پست  کلک اعتراض پرلويديزوالوباندی دښځوپرليږد ولو وجګړي ته !

           "واشينگتن پست"،امريکايي ورځپاڼی په يورپوټ کې اقرار کړيدی چې دانګليس دولت اوپه ټوليزه توګه لويديزوال دښځو،(مندو،اودهغو ښځو په ليږدولو سره وجګړی ته چې کمکيان اوکم سنه کوچيان لری ) ستری تيروتني يې کړيدی چې هرومرودغه تيروتني  بايداصلاح سي .

         دغه ورځپاڼی دانګليس اودامريکا   دڅوځلی ادعاوسربيره يې  دانګليسی سربازانوغيرقانونې تلل يې چې دايران واوبوته ننه وتلی وه اوهلته ونيول سول ،دميرمن"في ترني" په هکله چې ديوی دری کلنۍ انجلۍ مورده  اوددغوسربازانوپه منځ کې وه  ليکلی  يې دی .

       واشينگتن پست د تيری شنبه په ورځ وليکل : احمدي نژاد دايران جمهور رئيس ددی ډول کړني سره حيرانه سو چې دانګليس دولت يووخت خپله په نړی کې زبرځواک وواواوس يې څرنګه ديوی کوچنی انجلی موريې دجګړی وميدان ته ليږلی دی .

         ددی ورځپاڼی دليکلوپربنسټ ،احمدی نژادددغه موضوع په کړني سره موږټول لويديزوال يې خوارواحمق  اوناتوانه وښودل .داچې موږ دتحقيريدواحساس نه کوو،داپه دی معنا ندی  چې موږخوارشوی نه يو،دايران اودنورومسلمانو هيوادونودليدپراساس موږ ضعيفه يو،ځکه  په داهيسی حال کې چې موږ لويديزوال  دخپلوکمکيانواوکوچينيانومندی دبدخويه  نارينوسره  په يوه کښتې کښې وردننه کوواوونوروځايونوته ليږو، نارينه مسلمانانو  ودغو ښځوته يې نجات ور کړي  اودوي يې په حجاب سره  پوشلې اومزين کړيدي  ،موږترهغه کولای سوترڅوزموږنارينه  مخونو ته يې بند نه وي تړلي ، ددی امر په هکله موږخبراتری اوبحث پری وکړ،چې حق ددوی سره دي اوکه  خير .

          واشينگتن پست په  دی هکله ليکلی دی : همدارنګه دغه امر چې يولړليدز موږپه  هکله شته دي  هيڅ بدلون نه  راوړي  اوترهغه  اندازی تبليغات چې ايران  يې ددی دری کلنۍ کوچنی دمور،ښځينه سربازی  نه يې   رامنځته کړل  دمحاسبی وړندی،.په دی ورځوکښې داهيسی خبری سته دی چې وايي  ښځۍ دجګړودميدانونوسره اړيکی نلري اوکمکيان ومندوته اړتيا لري  اوپه جګړيزيوچاروکې  په کارندی نوځکه کمکيان وخپلوپلرونوته هم همدارنګه اړتيالري ،ننی کمکيان اوکوچينيان   ځان ته دی  اوپرخپله لاره باندی بيله خپلومندونه روان دي .  په دی ګزارش کې راغلی  اواشاره په کښې کې سويدی  چې ولی لويديزوال  تردی حده  ديوی موردمسئلی دله منځه وړلو په هکله ټينګارکوي  حال داچې ښځۍ  بايد ځانونه لکه نارينه وبولې ،له دی امر  نه د"يوی راولاړسوی حيرانه ونکی " امرپه توګه ياد يې کړو .

                 واشينگتن پست وليکل :ودی ته  اړتيا نه سته  چې وويل سي  اردو دټولنيزو تجاربو مناسب ځای ندي ،بلکې دجنګ جګړويوماشين دی  اوداړتيا په وخت کې  دانسانانودوژلودپاره کار ورنه اخيستل کيږی ممکين ښځۍ لکه نارينه ونه شی کولای چې دتوپک ماشئه کښيکاږی  لکه د فلوجه دکورپر کورجګړه کښې يې  دغه امرثابت اوڅرګنده کړ  .

              واشينگتن پست په دی هکله څرګنده وي : که دانګليسي د(۱۵) پنځه لسوسمندری توپک لرونکوسربازانووعکسونوته ځيرشواوددی مسئلی  طرحه چې انګليسان يې دښځودشته والی په هکله چې  وايي ميرمن"في ترني"  غښتلی ده، ودی مسئلی ته غاړه ايښودل ندی ،که هرڅونی دغه ښځه ډيره غښتلۍ اوزړه وره دی وی اوودی  سی  . دواشينګتن پست ليکوونکی،دښځوشتون دجګړی په ميدان کې ددی مخالفتونودادامه په هکله ليکی : داژوته سوی دی چې ښځۍ لکه نارينه دهررنګه جګړي دپاره تيار دی ،مګرله دوي نه دښځۍ  توب له کبله ښه ندی چې دخطراودجګړوپه ميدانونوکښې  کارواخيستل سي ښه به داوي چې  له  دوي نه په نوروچاروکې کارواخيستل سي ؟

            واشينگتن پست په دی هکله  ليکلی دی : دهيڅ هيوادخلک ودی ته حاضر نه دي  چې ددوي  ښځۍ دي   ددښمن په لاس  بنديان سي اوهمدارنګه  کيدی سي چې ترتيري لاندی دی هم راسي  . کوم وخت چې ښځۍ سربازانۍ ترتيری اوټرټلولاندی  راځې ،نوامريکايي نارينه کولای سي يوازي ننداره چيان وي نورنو څه اړتيا وجګړي ته سته، ځکه چې اوس موږجګړه بايللی دي .دښځوپريښودل ويو داهيسی موقعيت ته چې دتبليغاتوموخي دی وګرځې نوداکار ،ددښمن سره دمرستي معنا لري  . /



 

 

 


April 8th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی